معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د حمـ ـاس سیاسي مشر د خاورې او هېواد د بایللو په شرط له اوربنده انکار وکړ

د حمـ ـاس سیاسي مشر د خاورې او هېواد د بایللو په شرط له اوربنده انکار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د حمـ ـاس سیاسي دفتر مشر یـ.ـحیی سـ.ـنوار غزه کې د جګړې د پای او اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز رد کړ، چې د اوربند لپاره یې ورته کړی.

الجزیرې زیاته کړې، چې حمـ ـاس د اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز په کلکه رد کړی، چې د فلسطین خاوره په کې بایلل کیږي.

حـمـ ـاس په خپله ویبپاڼه ویلي، غزه کې د اوربند لپاره د اشغالګرو اسراییلو شرطونو ته ځای ورکړل شوی، خو د حمـ ـاس شرطونه له پامه غورځول شوي.

د حمـ ـاس په بیانیه کې راغلي، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې اشغالګر اسراییل د غزې له خاورې په بشپړه توګه ووځي.

بیانیه کې زیاته شوې، حمـ ـاس پر خپلو اصولو ولاړ دی او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس