معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د حیرتان بندر خدمتونه ۲۴ ساعته کیږي

د حیرتان بندر خدمتونه ۲۴ ساعته کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې د سوداګریزو توکو د راکړې – ورکړې کنفرانس، د محصولاتي نندارتونونو او د دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او په تاشکند ښار کې د افغانستان د تولیداتو په اړه خبرې – اترې کړې دي.

د خبر پر بنسټ یاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې د حیرتان بندر ۲۴ ساعته خدمتونو په اړه هوکړه شوې او ټاکل شوې د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته شپه – ورځ د سوداګرو لپاره پکې خدمات وړاندې شي.

نورالدین عزیزي همدا راز ویلي، افغانستان له ازبکستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو دی، چې د دواړو هېوادونو د مشابه تولیداتو په پام کې نیولو سره په مرکزي او جنوبي آسیا او نورو هېوادونو کې د نویو بازارونو موندنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

بلخوا د ازبکستان پلاوي په دې کتنه کې ویلي، هېواد یې په ۲۰۲۴ کال کې د ښې همکارۍ له مخې د ازبکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره تخفیف په پام کې نیولی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس