معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د خبریالانو سره د زور زیاتي پر وړاندې د معافیت ختمولو ورځ؛ یوناما ادعا کړې چې په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي

د خبریالانو سره د زور زیاتي پر وړاندې د معافیت ختمولو ورځ؛ یوناما ادعا کړې چې په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي

نن چهارشنبه د لړم ۱۱مه
کابل/ګهیځ: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې په دغه هېواد کې رسنۍ له خطر سره مخ دي.
نن د نوامبر دوهمه ورځ له ژورنالېستانو سره د تشدد او تاوتریخوالي پر وړاندې د معافیت له منځه وړو له ورځې سره برابره ده.
د یوناما دفتر زیاته کړې چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي او د خبریالانو د خوندیتوب او د معافیت د پایته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر وايي، د ۲۰۲۱ له اګسټ میاشتې را پدېخوا دوی د خبریالانو پر وړاندې له بشري حقونو د سرغړونو تر ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.
د جمهوریت تر ړنګېدو د مخه خبریالان د ناپېژاندو ډلو لخوا د هدفي وژنو ښکار وو.
که څه هم د اوسني نظام تر واکمنېدو را وروسته د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې پېښې کمې شوې، خو حاکم نظام پر خبریالانو او رسنیو پراخ بندیزونه لګولي، چې د دوی د ځواکونو لخوا د خبریالانو نیول، شکنجه کول او وېرول پکې شامل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس