کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې خوست او پکتیکا ولایتونو کې مېشتو ولسونو د یوه پراخ لاریون له لارې د ډیورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پر پټنځایونو د افغان ځواکونو انتقامي بریدونه وستایل.
لاریونوالو په برمل کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي وګړو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف او بشري ضد کړنې وبللې.
لاریونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د پاکستان پر حکومت سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګوي او د دې هېواد دوه مخي سیاست ته د پای ټکی کېږدي.
دغه لاریونونه په داسې حال کې ترسره شو، چې تېره ورځ سهار افغان ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته درانه انتقامي بریدونه وکړل.
د ملي دفاع وزارت ویلي، دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړل.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/