کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو او درملو ملي ادارې مسؤولینو خبر ورکړی، چې په بلخ کې یې د تاریخ تېرو او بې کېفیته درملو د وارداتو د مخنیوي او له بازار څخه د څار په موخه یوه څانګه پرانېسته.
د خوړو او درملو ملي ادارې رییس بلخ کې د یادې څانګې د پرانېستلو پرمهال ویلي، چې د خوړو او درملو ادارې د دې څانګې له پرانېستلو یې موخه د باکېفیته خوړو او درملو د وړاندې کولو څرنګوالي څخه څارنه ده.
په ورته مهال د بلخ محلي مسؤولینو هم د یادې څانګې له پرانېستلو د هرکلي ترڅنګ، هېواد کې د باکېفیته درملو د تولیداتو پر ډېروالي ټينګار کړی دی.
د خوړو او درملو ملي ادارې د رییس په وینا، یاده اداره هېواد کې د درملو تولیدي شرکتونو د ملاتړ لپاره هڅې کوي او په وینا یې دا مهال هېواد ۷۶ کارخونې د درملو تولید برخه کې فعالې دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/