معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال سازمان افغانستان کې د خپلو چارو د دوام ډاډ ورکړ

د خوړو نړیوال سازمان افغانستان کې د خپلو چارو د دوام ډاډ ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، د ښځو پر کار او زده‌ کړو د بندیزونو له دوام سره_سره په افغانستان کې خپلو چارو ته دوام ورکوي.
د یاد پروګرام د افغانستان د څانګې مشر برلین ته د سفر پر مهال ویلي چې دغه سازمان له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري.
د هغه په وينا، بشري مرستې د ښځو، ماشومانو او معلولینو په ګډون د ډېرو زيانمنو شويو خلکو لپاره حياتي ارزښت لري.
نوموړي همدا راز د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی. د نوموړي په خبره، که څه هم په افغانستان کې د بشري مرستو له لارې د قحطۍ مخه نیول شوې، خو لا هم میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس