معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان سره د بشري مرستو دوام لپاره د ۸ سوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان سره د بشري مرستو دوام لپاره د ۸ سوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۲ نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره په بېړنۍ توګه ۸ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د خوړو د نړیوال پروګرام دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته دغه سازمان له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې له کوره خپل کار ته دوام ورکړي.
اوس دوی د خپلې بودیجې د کمبود له امله ویلي، چې تر راتلونکو نورو شپږو میاشتو مرستو لپاره باید دوی سره ۸ سوه میلیونه ډالره مرسته په عاجله توګه ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس