معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د راتلونکې سې شنبې ورځ به پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې کوربه وي

د راتلونکې سې شنبې ورځ به پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې کوربه وي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه هېواد به د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دې سرمشریزه کې به د چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان لومړي وزیران، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرمشریزه کې به د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي مېلمه او د منګولیا لومړی وزیر د ناظر ګډونوال په توګه ګډون وکړي.

د شانګهای همکاریو سازمان دغه سرمشریزه کې به د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس