معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې له هېواده یو مېلیارد او ۷ سوه میلیونه ډالره صادرات شوي

د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې له هېواده یو مېلیارد او ۷ سوه میلیونه ډالره صادرات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یو ټویټ په کولو سره ویلي، د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷ سوه میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
د اقتصادي معاونیت دفتر همداراز زیاته کړې، چې په تېرو لسو میاشتو کې څه باندې یو مېلیارد او ۷ سوه میلیونه ډالره عواید هم راټول شوي دي.
دغه دفتر ویلي، په‌ دغه موده کې د بانکي سکټور د پاشل کېدو د مخنیوي ترڅنګ، د افغانیو د پشتیوانې کنګل کېدو او پر بانکي سکټور له بندیزونو سربېره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته ساتل شوې او له کورنۍ بودیجې څخه ۸ لکه دولتي کارکوونکو ته هم معاشونه ورکړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس