معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روسیې د بشري مرستو ۶مه جوپه کندهار ته ورسېده

د روسیې د بشري مرستو ۶مه جوپه کندهار ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې پرون د روسيې د بشري مرستو شپږمه جوپه د کندهار احمدشاه بابا هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.

د خبر پر بنسټ په دغو مرستو کې ۲۵ ټنه لومړني خوراکي توکي شامل دي.

د چارواکو په خبره دا مرستې به په افغانستان کې د بېلابېلو ناورینونو له قربانیانو سره ترسره شي.

دغه مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حکم د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت د الوتکې په وسیله افغانستان ته را رسېدلې دي.

روسیې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې افغانستان ته د خوراکي او لومړنیو اړتیاوو په ګډون ۲۱ ټنه بشري مرستې استولې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس