کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۸ مه نېټه):
پکتيکا ولايت چې نږدې يو نيم میليون نفوس لري، د راپورونو له مخې يوازې دوه ښځينه متخصصې ډاکټرانې په کې روغتیایي خدمات ترسره کوي.
دغه خبره رسنیو ته په پکتیکا ولایت یو شمېر روغتیايي چارواکو کړې ده.
د ځایي روغتیایي مسوولینو په وینا یادې روغتیاپالانې د ټول ولایت د ناروغانو لپاره په سمه توګه رسېدنه نه شي کولی.
د دغو مسوولینو په خبره د ښځینه ډاکټرانو د نشتون له وجې دوی اړ شوي چې د هغوی پرځای نارینه ډاکټران وګماري.
د دغه ولايت د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي وايي، په سيمه کې یې د ښځينه ډاکټرانو نشتون د ښځينه وو د ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دی او غوښتنه لري، چې هر څه ژر بايد دا تشه ډکه شي.
بلخوا د ښرنې په مرکزي روغتون کې هم په کار بوختې ښځينه روغتياپالانې وايي د کاري فشار زياتوالي له امله نهشي کولی ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.
ټوله پکتیکا کې په داسې مهال یوازې دوه ډاکټرانې فعالیت کوي چې افغانستان کې د اوسني نظام په راتګ سره د نجونو پر وړاندې تعلیمي او تحصیلي چارې درېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/