معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیایي برخې سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیایي برخې سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۴):
د روغتیا نړیوال سازمان په څو پرلپسې ټویټونو ویلي، چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د اروپايي ټولنې ۱۶ میلیونه یورو مرسته کوي.
د دوی په خبره دغه مرسته به د رواني روغتيا د ښه والي په برخه کې په مصرف رسیږي او هغه کسان به د دې مرستې وړ وي چې د نشه يي توکو د کارونې له امله رواني ستونزو سره مخامخ شوي وي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره اروپايي ټولنه ژمنه ده، چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله او باثباته روغتیایي سیستم د جوړولو په موخه نورې مرستې هم ترسره کړي.
افغانستان کې د نشه یي توکو، بې روزګارۍ او فقر له امله ډېری کسان په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس