معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران د پارلمان پلاوي سره کتلي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران د پارلمان پلاوي سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۶ مه نېټه):
د ارګ ټویټر پاڼې د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د ایران د پارلمان پلاوي په کابل کې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره لیدلي.
د دې ټویټ پر بنسټ، دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د سواګرۍ او پانګونې پر ودې خبرې شوې دي.
په ټویت کې همدارنګه راغلي، چې سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې له ایرانه د متقابل دروناوي په فضا کې ښه ګاونډيتوب او مثبت تعامل غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې ایران او افغانستان ګډې ګټې لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې یې اړیکې پراخې شي.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر له دغه ایراني پلاوي سره په کتنه کې ویلي و، چې د دواړو هېوادونو ګډو دوښمنانو ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس