معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د زابل محبس څخه ۵۰ روږدي کسان له درملنې وروسته خوشي شول

د زابل محبس څخه ۵۰ روږدي کسان له درملنې وروسته خوشي شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د اختر په مناسبت تر څلور میاشتنۍ درملنې وروسته ۵۰ په مخدره توکو روږدي کسان نن له بنده آزاد او خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
د زابل د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې مدیر ویلي، چې دا ۵۰ کسان په بېلابېلو نشو روږدي وو، چې له درملنې وروسته خوشې شول.
د ده په وینا، جوړو شویو کسانو څخه ژمنه اخیستل شوې، چې له دې وروسته به بیا نشې ته مخه نه کوي او له هغه کسانو چې د مخدره توکو کاربار کوي، لرې به ګرځي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال هم لسګونه کسان په مرکزي زندان کې تر درملنې لاندې دي او د دوی مبارزه د نشه یي توکو پر وړاندې روانه ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس