معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د زابل په شاجوي ولسوالۍ کې د واليبال لس ورځنۍ لوبې پاى ته ورسيدې

د زابل په شاجوي ولسوالۍ کې د واليبال لس ورځنۍ لوبې پاى ته ورسيدې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ولایت د ورزش او بدني روزني د آمریت په لارښوونه د واليبال فډراسيون له لوري د شاجوي ولسوالي اړوند چینو کلي کې د واليبال لوبي چې لس ورځې وړاندې د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د چینو والیبال لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.
د زابل د ورزش آمر ویلي، چې د یادو لوبو پايلوبې ته دچینو والیبال ساتونکو او عبدالستار لوبډلو لار پيدا کړه چې ۳-۲ میدانونو په توپیر د چینو والیبال ساتونکو لوبډلې په بریا پاى ته ورسېده او د دې لوبو اتلولي يې خپله کړه.
د مسوولینو په خبره پاى کې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشی توکي هم د ورزش آمریت له خوا ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس