معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲ زرو څخه واوښت

د زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲ زرو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۰ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د نړۍ ټول پام ترکیه او سوریه کې خونړۍ زلزلې ته اوښتی، د نړیوالو رسنیو راپورونه وایي چې دغو دواړو هېوادونو کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲ زره تنو څخه واوښت.
که څه هم د یو شمېر هېوادونو مرستندویې ډلې ترکیه کې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي، په ترکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو خلکو د ژغورنې پر بهیر نیوکې هم زیاتې شوي دي.
منتقدین وایي، څه ډول چې لازمه ده په هغه شکل سره چارې مخته نه ځي، له همدې امله د دوی په خبره د قربانیانو شمېر ساعت په ساعت په چټکۍ سره لوړیږي.
د ترکیې ولسمشر له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې د حکومت ناکامي منلې، خو پر خپلو منتقدینو یې بیا نیوکه کړې، چې له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه پورته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغو زلزلو کې د ۲۰ زره کسانو د مړینې اټکل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس