معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري پرانیستل شوې.
د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې او پاخه کولو چارې چې هېواد له منځنۍ آسیا سره نښلوي، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د ټولګټو وزیر، د پروان والي، د بغلان ولایت رهبرۍ، د مېدان وردګو ولایت والي د سالنګونو د څار او ساتنې رییس او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عمومي رییس تر څنګ د یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګ پروژې پیل د هېواد د اقتصادي جریان د ښه والي لپاره یوه ستره پروژه وبلله.
د نوموړي په خبره تر قوش‌ تېپې ملي کانال وروسته دا دوهمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د تګ – راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه غونډه کې ځایي امنیتي مسوولینو د وسایلو او کارکوونکو لپاره د بشپړ امنیت او خونديتوب ډاډ ورکړ.
د سالنګونو د بیارغونې پروژه په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د افغان حکومت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي سره د دوو کلونو په موده کې بشپړیږي، چې زرګونو کسانو ته به په کې کاري فرصتونه هم برابر شي.
د سالنګونو لویې لارې پرمټ د هېواد پر ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره نښلیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس