کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سالنگ لویه لار نن د یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو په حضور سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د خبر پر بنسټ، د دغې لارې پرانیست غونډې پرمهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، یاده لویه لار به نه یوازې د هېواد پلازمېنه او شمالي سیمې سره ونښلوي، بلکې د منځنۍ او سویلي آسیا په نښلولو کې به هم مهمه ونډه ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سالنګ تونل د بدیلې لار په توګه د دوهم تونل پر جوړېدو هم خبرې روانې دي.
د اقتصادي مرستیال په وینا د تونل رغنیزې چارې د سرپرست حکومت له ملي بودیجې ترسره شوې دي.
سالنګ د هېواد یوه له مهمو مواصلاتي لارو ده، چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/