معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سایبر طـ.ـوفان الاقـ.ـصی هیکرانو د اسراییلو د دفاع وزارت او ځینو نورو برخو مهم ویب سایټونه هېک کړي

د سایبر طـ.ـوفان الاقـ.ـصی هیکرانو د اسراییلو د دفاع وزارت او ځینو نورو برخو مهم ویب سایټونه هېک کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې تلوېزیون ویلي، چې د سایبر طـ.ـوفان الاقـ.ـصی

هیکرانو ډلې د اسراییلو د دفاع وزارت، سوداګرۍ او ځینو نورو هغو برخو مهم ویب سایټونه او انټرنیټي پاڼې هیک کړي، چې د امنیتي او پوځي برخې د لکونو اسراییلي کارمندانو معلوماتو ته یې لاس رسی پیدا کړی دی.

د “TechCrunch” راپور پر بنسټ د دې سايبري برید له امله ډېر شمېر اسرایيلي ویبپاڼې له کار لوېدلي دي.

راپورونه وايي، چې د دې انټرنیټي برید له امله شاوخوا ۳ میلیونه اسراییلي وګړي متضرر شوي او خپلو معلوماتو ته یې لاس رسی پرې شوی دی.

بل لور د يديعوت أحرونوت په نوم اسراییلي ورځپاڼې هم د دې سايبري بريدونو پخلی کړی دی.

د هکرانو دې فلسطیني ډلې ویلي، دا بريد یې د “طـ.ـوفان الاقـ.ـصـی” د عملياتو او فلسطيـ.نـي ولس د ملاتړ په پار ترسره شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس