معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د سرحدونو وزیر وايي د وینو په بیه له واخانه ساتنه کوي

د سرحدونو وزیر وايي د وینو په بیه له واخانه ساتنه کوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۸مه او د اګسټ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي، چې د سر په بیه د بدخشان د واخان له هر متر خاورې دفاع کوي.
نوموړي په واخان ولسوالۍ کې د خلکو یوې غونډې ته ويلي، چې هېڅکله به په خاوره له هیچا سره معامله ونه کړي.
هغه په یوه ویډیویې پیغام کې ویلي، وخت نا وخته د خپل پلاوي او قومي مخورو پر مټ د واخان په اړه معلومات تر لاسه کوي.
هغه پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې د خپل څنګ ګاونډي ته به ایجازه ور نه کړي، چې دې پلو را واوړي.
نوري وايي، د وینو په بیه له واخانه ساتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس