کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۱مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ویلي، چې امیر یې تېره ورځ د ټولو ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور له رییسانو سره لیدنه ترسره کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې دغه لیدنه کې د اطلاعات او کلتور وزیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري او مالي معین، نشراتي معين، د ځوانانو چارو معين او د سرپرست افغان حکومت ویاند برخه لرله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده لیدنه کې د سرپرست حکومت امیر د ټولو ولایاتو د اطلاعات او کلتور رییسانو ته لازم هدایات او سپارښتنې وکړې او هغوی یې خپلو دندو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.
دا لومړی وار دی، چې د سرپرست حکومت امیر د ټولو ولایاتو له اطلاعات او کلتور رییسانو سره لیدنه ترسره کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/