کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د سرپرست افغان حکومت یو پلاوی د لوی څارنوال شمس الدین شریعتي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
دغو رسنیو زیاته کړې، چې یاد پلاوی به له ایراني چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه تهران کې له یو شمېر ایراني چارواکو سره لیدنې وکړي.
د سرپرست افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجـ.ـاهد هم ویلي، چې دغه پلاوی د ایران په زندانونو کې د بندو افغانانو د خوشې کولو په موخه تللی دی.
نوموړي ویلي، سرپرست افغان حکومت غواړي چې افغانان په هېڅ هیواد کې زنداني پاتې نه شي.
د ده په خبره د همدې ستونزو د حل لپاره یې د لوی څارنوال په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی دی.
دې وروستیو کې د ایراني چارواکو له لوري افغان کډوالو سره د سخت چلند له امله په زرګونه افغانان بېرته هېواد ته راستنیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/