کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
بي بي سي د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال له قوله خبر ورکړی، چې سرپرست افغان حکومت رسماً ابوظبۍ کې د افغان سفارت سرپرستي ترلاسه کړه.
ستانکزي د دې ادارې ډیپلوماتانو او پخوانیو کارکوونکو ته د کار دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.
د یادې رسنۍ د راپور له مخې بدرالدین حقاني چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ابوظبۍ کې د افغان سفارت سرپرست ټاکل شوی و، په رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ.
نوموړي د سفارت کارمندانو ته ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې به د افغانانو د ستونزو هواري لپاره په ګډه کار کوي.
له دې مخکې ایران، پاکستان او چین کې هم د افغان سفارتونو چارې د اوسني حکومت استازو ته سپارل شوې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-