کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یو ویډیویي پیغام له لارې سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته اغېزمنه او ګټوره بللې ده.
متقي دغه ویډیویي پیغام کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو او د دغې ناستې د پایلو په اړه خبرې کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دغې ویډیویي پیغام له لارې ویلي، چې د سمرقند غونډې ګډونوالو هېوادونو د افغانستان په تړاو مثبت نظر ورکړی او په دغه هېواد کې یې پانګونې په اړه لېوالتیا ښودلې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپل پيغام کې وړاندې زیاته کړې، چې د ټولو هېوادونو نظرونه مثبت و او لېوالتیا یي وه چې په افغانستان کې په ښه بڼه ښکېلتیا ولري.
دغه ناسته دوه ورځنۍ وه چې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کې د افغانستان په تړاو سمرقند کې بحث او خبرې وکړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/