معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سمنګان ډبرو سکرو کان کې درې کان‌کیندونکي مړه شوي

د سمنګان ډبرو سکرو کان کې درې کان‌کیندونکي مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۴  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سمنګانو ولایتي چارواکو ويلي، چې د یاد ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازنیونې له امله درې کان کېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکو ويلي، درې واړه کان‌ کېندونکي د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې اوس یې جسدونه د دره‌ صوف په ۳۰ بستریز روغتون کې ساتل شوي دي.

وړمه ورځ هم بدخشان کې د سرو زور د یو کان د نړېدو له امله یو تن مړ او دوه تنه نور ژوبل شوي وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس