کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغې ادارې لخوا په فراه ۷۸ میل بندر کې د کېفیته تېلو ۱۲ ټانکره بار بېرته ایران هېواد ته ګرځولي شوي.
خبرپاڼې ویلي، دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دوی له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه ورته قانوني عمل سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم دغې ادارې څو وار بې کېفیته تېل د هېواد په بنادرو کې مسترد کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/