کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چئ په تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک له لارې ۱۴۲ کورنۍ، چې په پاکستان کي یې د کډوالۍ ژوند کو، هېواد ته را ستنې شوي دي.
د خبر له مخې د راغلو کډوالو شمېر ۸۶۰ تنه کیږي، چې د سپین بولدک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمریت له لوري ثبت شوي دي.
مسوولین زیاتوي، چې د مرستو او اړینو توکو تر لاسه کولو په هدف یادې کورنۍ UNHCR او IOM موسسو ته ور پېژندل شوي دي.
د ځایي مسوولینو.په وینا د را ستنو شویو کډوالو سره NRC موسسې له لوري هر کس سره د يوه کېټ خوراکي توکو مرسته هم ترسره کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/