معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د سپین بولدک-چمن لار به سره له ننه بېرته خلاصه شي

د سپین بولدک-چمن لار به سره له ننه بېرته خلاصه شي

دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د قندهار ځايي چارواکو ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولد-چمن لاره نن بېرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
دا خبره د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست ملا عبدالشکور حقاني تېره ورځ (یکشنبه، د لړم ۲۹مه) وکړه او ویې ویل، چې دا ژمنه مقابل لوري له دوه ځل پرلپسې ناستو وروسته کړې ده.
ښاغلي حقاني ویلي، که پاکستانی لوری کومه ستونزه جوړه نه کړي دغه لار به دوشنبه (نن) بېرته خلاصه شي.
دغه لار تېره اونۍ وروسته له هغې وتړل شوه، چې د پاکستاني چارواکو په وینا د افغانستان له خاورې یې پر پوځیانو ډزې وشوې، چې له امله یې یو افسر وژل شوی او دوه نور ټپیان شول.
پاکستان ټینګار کاوه، چې د سپین بولد-چمن لار تر هغې نه پرانېزي تر څو چې د دوی د افسر قاتل نه وي ور سپارل شوی.
ګمان کېږي، چې د دغې لارې په تړل کېدو سره به افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس