یکشنبه، د لړم ۲۹مه
د سپین بولدک او چمن لارې د خلاصولو لپاره ناسته کېږي
یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان چارواکي سبا دوشنبه د سپین بولدک ـ چمن لویې لارې د پرانیستلو په اړه خبرې وکړي.
دا خبره پاکستانۍ ډان ورڅپاڼې
د یو شمېر سرچینو په حواله کړې او ویلي یې دي چې دواړه لوري به په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره پر یو ګډ میکانیزم بحث وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې به د سپین بولدک او چمن په لار کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنه او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د ښځینه پولیسو د ګمارل کېدو په اړه خبرې وشي.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د یو پاکستاني افسر د وژل کېدو له کبله د سپین بولدک او چمن لویه لار د نامعلوم وخت لپاره وتړل شوه.
پاکستاني لوري دروازه د دې لپاره وتړله، چې افغان حکومت دې د دوی د افسر قاتل ورتسلیم کړي، چې د افغانستان له خاورې پرې ډزې شوې وې خو افغان لوري بیا دغه نښته د ناسمې پوهېدنې له امله وبلله او ویې ویل، چې د پېښې د اصلي لامل په اړه به څېړنې وکړي.
د یادولو وړ ده، چې پاکستان تل د افغانستان د تازه مېوو د رسېدو پر وخت د یوې او بلې پلمې له مخې دغه هېواد سره د افغانستان لارې تړي او دېخوا د افغان سوداګرو په ټنونو خوارکي توکي او تازه مېوې ورستې شي چې له امله یې ګڼ زیانونه ورواوړي.