کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت ويلي، د ننګرهار په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ګوزڼ یا پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو ویروس لومړنۍ مثبته پېښه ده چې په هېواد کې ثبتیږي.
عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، په ۲۰۲۰ کال کې د ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښي، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې یوازي ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
یاد وزارت زیاته کړې، د ګوزڼ ګواښ له هېواده په بشپړ ډول نه دی لرې شوی، خو زیاتوي دغه وزارت په پام کې لري چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړي چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ میلیونه ماشومان واکسین شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/