ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږي/سنبلې ۲۶مه او د اسپټمبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) افغانستان د دې غونډې د بحثونو له اصلي موضوعګانو څخه و او د دغه سازمان څارونکی غړی هم دی خو په یوه کال کې د دویم ځل لپاره غونډې ته نه و بلل شوی.
د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو یو شمېر مشرانو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم وبلل.
د سرمشریزې کوربه هېواد ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف وویل د افغانستان ګوښي پاته کېدل به یو ځل بیا دغه هېواد د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل کړي چې دده په ټکيو دا چاره د سیمي هېوادونو په ګټه نه ده.
هغه د افغانستان د ملاتړ لپاره د یوه مشترک صندوق د جوړېدو خبره کړې او ټینګار یې وکړ چې په دغه ستونزمن حالت کې افغانستان باید یوازي پرې نښودل شي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ څرګنده کړې، چې دوی باید د افغانستان چارواکي، وهڅوي چې یو پراخ بنسټه او ټولګډونه سیاسي جوړښت رامنځته کړي او د تروریزم ټوکېدو ته د زمینې برابرولو مخه ونیسي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف غونډې ته ویلي، په افغانستان کې سوله به په پاکستان کې چې د افغانستان ګاونډی دی، سوله ډاډمنه کړي یا د ده په خبره په بله معنی هغه څه چې د افغانستان لپاره ښه دي هغه د پاکستان لپاره هم ښه دي.
نوموړي زیاته کړه چې نړۍ ته په کار ده چې ګډ کار وکړي او په افغانستان کې د ټولو ښو نوښتونو ملاتړ وکړي.
شریف وویل، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د یوه پایداره اقتصاد د رامنځته کولو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې په بهر کې د افغانستان د کنګل شوې پانګې ازادېدل ډېر اړین وبلل.
د هند صدراعظم نرندرا مودي بیا پرپاکستان نیوکه وکړه چې د ټرانزیټ په برخه کې یې ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي.
نوموړي وویل، پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د هند ټرانزیټي مالونو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي او دا مسئله د دې سبب شوې چې افغانستان ته د هند د مرستو لېږد په میاشتو میاشتو ځنډ وروسته و شي.
په سمرقند کې د شانګهای د همکاریو سازمان له ۲۲ مې غونډې وروسته په دغه سازمان کې د ازبکستان د ولسمشر د ریاست یوه کلنه موده هم پای ته ورسېده. د سرمشریزې د پرېکړي پر بنسټ ددغه سازمان د راتلونکي دورې ریاست به هند کوي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال رامنځته شوی، چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان یې دایمي غړي دی.
افغانستان، بېلاروس، منګولیا او ایران یې څارونکي غړي دي.