کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، د صنعتي سیمو قانون چې تازه توشیح شوی په اجرايي مرحله کې دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د صنعتي سیمو قانون په دریو امارتي، مشارکتي او خصوصي برخو کې ترتیب او توشیح شوی دی.
یاد وزارت ویلي، دغه قانون د ځمکو د توزیع مدیریت، د صنعتي سیمو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصادي ودې او پراختیا، د پانګونې زمینې برابرولو او د صنعتي ساحو د ساتنې په موخه توشیح شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، د دې قانون په رڼا کې به یوې کمېټې ته دنده وسپارل شي، چې صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش ته لاره هواره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/