کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۵ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت رسنیز دفتر په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق، د دغه هېواد له سفیر او ورسره پلاوي سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي آسانتیاوو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له قوله دواړو لوریو د لاسلیک شويو سوداګریزو او ترانزیتي تړونونو APTTA او Cross-Stuffing د عملي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
پاکستاني پلاوي د افغانستان ترانزیت مالونو لپاره ځانګړې ساحې د ټاکلو چمتووالی ښودلی او دواړو خواوو د سوداګریزو او ټرانزیټي خنډونو د لرې کولو، د بانکي تضمیناتو لپاره آسانتیاوو رامنځته کولو او د دوه سلنې مالیې (Cess) په اخیستو هم خبرې شوې دي.
دغه راز دواړو خواوو د نړیوالو سوداګریزو اصولو په چوکاټ کې د همکارۍ ژمنه کړې او د ترجیحي سوداګرۍ پر اساس یې پرېکړه کړې، چې له افغانستانه څلور قلمه توکي او له پاکستان څخه درې قلمه توکي د سوداګریزو فصلونو مطابق باید تبادله شي.
د دغې لیدنې پرمهال د تورخم او سپین بولدک د لارو پر پراختیا هم خبرې شوي، چې د ټرانزیټ او سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېدای شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/