کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوی، چې سوداګر او پانګوال هم ورسره مل دي، د ترکیې استانبول ښار ته په “حلال استانبول” نندارتون کې د ګډون په موخه ولاړل.
یاد نندارتون چې نن پیلیږي، د نومبر تر ۳۰ مې نیټې پورې به د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.
دا نندارتون د اسلامي او حلال تولیداتو نړیواله نمایشګاه ګڼل کیږي.
د نندارتون لپاره ۸ غرفې د افغان تولیداتو او محصولاتو لپاره ځانګړې شوې، چې د افغانستان تولیدات نړیوالو ته وړاندې شي او د صادراتو لپاره نوي فرصتونه پیدا شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/