کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلي.
دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیايي مراکزو هر اړخیز ملاتړ، چې د چین هېواد له لوري جوړ شوي، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاري او همغږي لا پراخه او پياوړې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/