کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تېر جمهوریت پرمهال د بلخ والي عطامحمد نور له لوري خالد بن ولید ښارګوټي کې پلورل شوې ځمکې دولتي تثبیت شوې.
د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې مزار شریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي ۲زره او ۷۶۰ جریبه ځمکې اسناد او مدارک تر څېړنو وروسته دولتي تثبیت شول.
دغه وزارت ویلي، د تصرف کوونکو تر اعتراض وروسته دغه موضوع شمال زون کې د ځمکو غصب ځانګړې محکمې ته وسپارل شوه، چې د یاد ښارګوټي له ټولې ځمکې یوازې ۱۰ جریبه یې شخصي تثبیت شوې ده.
د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د دولتي ځمکو بېرته راګرځول د افغان حکومت له اساسي موخو دی، چې د دې پروسې د لا ښه والي لپاره د هېواد په څلور زونونو کې ځانګړې محکمې هم جوړې شوې دي.
د ده ښارګوټي ځمکې د عطا محمد نور لخوا پر خلکو پلورل شوې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/