معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غزني ښاروالۍ د ښار د ښکلا په موخه ۶ پروژې پلې کوي

د غزني ښاروالۍ د ښار د ښکلا په موخه ۶ پروژې پلې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزني ولایت کې د ښاروالۍ ریاست له لوري ښار کې د ۷ ميلیونه افغانیو په ارزښت د دوو چوکونو، دوو پارکونو، یوه پله او د یوه لمریزي برېښنا د سیستم کار پیل کړ.
د غزني ښاروال ویلي، چې یاد ریاست غواړي څو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ښار په اړوندو کې دوه چوکونه چې اووه متره به لوړوالی ولري، جوړ کړي، څو د ښار د ښکلا ترڅنګ په دغه لویه لاره کې د ترافیکي پېښو او د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي.
مسوولین زیاتوي، په پام کې ده چې غزني ښار کې دوه پارکونه د ۱۷ سوه مترو په اوږدوالي سره، د یو رود پر سر ۴۵ متره د پلي تګ پل او یوه د لمریزي برېښنا پروژه پلې کړي، چې په ټولو باندې مجموعي لګښت شاوخواه اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ښاروالۍ ریاست له عوایدو به پرې شي.
د غزني ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، یادې شپږ پروژې به د یوې نیمي میاشتي په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي، چې په کې به لسګونه کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس