کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې په تړاو د اوربند په موده کې د بشري مرستو بهیر په چټکۍ سره روان دی او تر دې دمه په سلګونو پر بشري مرستو بار موټر غزې ته ننوتلي دي.
د بشري مرستو دې بهیر ته د نړیوالو مرستندویه ادارو ځانګړې پاملرنه شوې، چې موخه یې د غزې د اوسېدونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرول دي.
بلخوا د حـ ـماس غورځنګ چارواکو ویلي، د اسراییلو او فلسطیني بندیانو د تبادلې دوهمه مرحله به ژر ترسره شي.
په دې مرحله کې ټاکل شوې چې د څلورو اسراییلي ښځو د آزادۍ په بدل کې ۱۲۰ فلسطیني بندیان ازاد کړل شي.
د روانو چارو د څارونکو په خبره د بشري مرستو دوام او د بندیانو تبادله د غزې اوسېدونکو لپاره د لنډمهالې ساه اخیستلو په معنا ده، خو د اوږدمهاله سولې لپاره لا هم ډېرو هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/