کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د فرانسې لومړی وزیر میشل بارنیه نن سهار نهه بجې خپله استعفا ولسمشر امانویل ماکرون ته وړاندې کړه.
نوموړی وروسته تر دې استعفاء ته اړ شو، چې د پارلمان له خوا د باور رایې په ترلاسه کولو کې ناکام شو.
پرون د استیضاح غونډه کې سخت دریځو کیڼ اړخو او ښي اړخو استازو یوځای کېدل د نوموړي د سقوط سبب وګرځېد.
د ده د مشرتابه په اړه هغه مهال پوښتنې راپورته شوې، چې هغه د ځانګړي واک له لارې له رایې اچونې پرته بودیجه وړاندې کړه.
په رایې ورکولو کې د ملي یون ښي اړخي ګوند مشرې مارین ليپین د بارنیه بودیجه “زهرجنه” یاده کړه، په داسې حال کې چې د سخت دریځو کیڼ اړخو مشر ژان لوک ملانشون د بارنیه د حکومت ړنګېدل “حتمي” وبلل.
د فرانسې TFU خبري شبکې سره په خبرو کې مېرمن ليپین ویلي، له دې پرته چې بارنیه له واکه ګوښه شي، بله لاره نه وه.
د روانو چارو د څارونکو په باور د دې پېښې په پایله کې د اروپا دوهم ستر اقتصادي ځواک د سیاسي کړکېچ نوي پړاو ته داخل شو.
دا په تېرو شاوخوا ۶۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د فرانسې پارلمان د باور رایه د دولت د سقوط سبب کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/