معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د فراه په پشترود کې د والیبال د لسو ټیمونو ترمنځ د جام سیالیو پای لوبه ترسره شوه

د فراه په پشترود کې د والیبال د لسو ټیمونو ترمنځ د جام سیالیو پای لوبه ترسره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په مساو کې د والیبال فدراسیون، بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت په مادي او معنوي همکارۍ، د یادې ولسوالۍ اړوند د لسو مخکښو ورزشي ټیمونو ترمنځ د والیبال یو میاشتنۍ سیالۍ ترسره کړې.
د خبر پر بنسټ، د یادو سياليو پای لوبې پر مهال د فراه ولایت د والیبال فدراسیون د مسوول ترڅنګ په سلګونو ځوانانو او د سپورټ مينوالو برخه اخيستې وه.
د مسوولینو په خبره له دې سیالیو څخه یې موخه د پشترود د والیبال د منتخب ټیم لپاره د لوبغاړو ټاکل، له نشه یې توکو څخه د ځوانانو ساتل، د والیبال لوبې پرمختک، ځوانانو ته د تفریح زمینه برابرول، د ځوانو مهارتونو، پیاوړتیاو او نیمګړتیاو را سپړل وو.
دغو سیالیو کې د اتحاد مساو والیبال لوبډلې د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د دغو لسو لوبډلو لومړۍ درجه ګټونکې، د سالون الفت لوبډله دوهمه او ورپسې درېیم مقام قاسم یاران لوبډلې خپل کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس