کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست په کابل کې د قزاقستان له نوي سفیر سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د راتلونکي سفر په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ښې او ګټورې اړیکې غواړي.
په ورته مهال د قزاقستان نوي سفیر ګزیز اکباسوف هم په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پراختیا ته خپله ژمنتیا ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې له افغانستان سره ګډې همکارۍ پراخې کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/