معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قوش تېپې کانال دوهم فاز چارې رسماً پیل شوې

د قوش تېپې کانال دوهم فاز چارې رسماً پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قوش تېپې کانال دوهم فاز چارې نن رسماً د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون سره د یو لړ مراسمو پرمهال پیل شوې.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي، هغه لاسونه پرې کړي چې د دې پروژې په مخه کې خنډ واقع کړي.
نوموړي زیاته کړې، ګاونډیان باید اندېښنه ونه کړي او سرپرست حکومت به هېڅکله هم د آمو په سیند کې د ګاونډیانو پر حقوقو تجاوز ونه کړي.
د دفاع سرپرست وزیر دغه راز ویلي، موږ غواړو چې خپل حق ترلاسه کړو او په دې برخه کې باید څوک خنډ راته جوړ نه کړي.
په دې مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، که څه هم د سرپرست حکومت اوسنۍ بودیجې د دا ډول سترو پروژو ترسره کولو اجازه نه ورکوله، خو د غښتلې ارادې په پایله کې دا پروژه روانه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت له لوري سترې پروژې د هېواد په ځانګړي لوري پورې محدودې نه دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس