معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قوش تېپې کانال د لومړي فاز کېندنې چارې او د دې کانال پر سر د پلونو چارې بشپړېدو ته نږدې دي

د قوش تېپې کانال د لومړي فاز کېندنې چارې او د دې کانال پر سر د پلونو چارې بشپړېدو ته نږدې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ويلي، چې د قوش تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړېدو ته نږدي دي او ورسره همهاله په سربند او د مزارشریف ـ حېرتان سړک پر سر پل او د مزار شریف ـ حېرتان ترمنځ د رېل پټلۍ پل چارې په چټکۍ سره روانې دي.
هېره دې نه وي، چې تازه د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرايوي ريیس عبدالرحمن عطاش له دې لویې ملي پروژې څخه لیدنه کړې او ځایي مسوولینو ته یې لارښونه کړې، چې د دې ملي پروژې د چارو کېفیت او کمیت ته په هر اړخیزه توګه پاملرنه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس