کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۸۷ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د خبر پر بنسټ، د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رییس رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند سالاب درې ښکارځای سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۷ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د مرکز اړوند کرنج سیمه کې هم د FGA موسسې لخوا ۱۰۶ واړه چکډېمونه جوړ شوي وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/