معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لندن ښاروال افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو ته کورونه جوړوي

د لندن ښاروال افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو ته کورونه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د لندن ښاروال صادق خان په دغه ښار کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې د ۶ سوه کورونو د جوړولو خبر ورکړ.
د انګلیسي رسنیو د خبر له مخې دغه پروګرام به د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې دوام وکړي.
صادق خان تېره ورځ ویلي، چې د پناه غوښتونکو د کورونو پروګرام د افغانانو او اوکراینیانو لپاره دي چې د بحرانونو له کبله له خپلو هېوادونو وتلي او اوس په لندن کې اوسيږي.
د لندن ښاروال ټینګار کړی چې زیات پناه غوښتونکي په داسې لنډمهاله کورونو کې اوسي چې د استفادې وړ نه دي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې درې اونۍ مخکې راپور ورکړی و چې دا مهال په بریتانیا کې شاوخوا ۹ زره افغانان له خپل هېواده تر لېږدولو ۱۸ میاشتې وروسته هم په لنډمهاله کورونو کې شپې_ورځې سبا کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس