معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لوړو زده کړو وزیر خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره لیدنه کې پر ښو تحصیلي اړیکو تینګار وکړ

د لوړو زده کړو وزیر خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره لیدنه کې پر ښو تحصیلي اړیکو تینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د لوړو زده کړو وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار شوی دی.
خبرپاڼه کاږي چې لوړو زده کړو وزیر په دغه لیدنه کې له پاکستاني لوري غوښتي چې پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزې حل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له قوله کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر سیف الله خان هم په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پاکستاني محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس