معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لوی اختر په دریو ورځو کې ۱۷۰ تنه ټپیان روغتونونو ته د درملنې په موخه وړل شوي

د لوی اختر په دریو ورځو کې ۱۷۰ تنه ټپیان روغتونونو ته د درملنې په موخه وړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د لوی اختر په ۳ ورځو کې په بېلابیلو ځایونو کې د ترافیکي پېښو له ځایو څخه ۱۷۰ تنه ټپیان ننګرهار سیمه ییز تخصصي، بي بي فاطمة الزهرا ولایتي او د ولسوالیو یو شمېر روغتونونو ته وړل شوي دي، چې له جملې یې ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان تر ښې درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.
مسوولین همدارنګه زیاتوي، چې د اختر په لومړۍ ورځ روداتو ولسوالۍ زاخېلو سیمه کې د باران له امله د کور چت پریوتو پېښې څخه یو جسد او یو ټپي د پیوې کنډو روغتون ته وړل شوی، چې ټپي له ښې درملنې وروسته کور ته لېږل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس