معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مزار شريف ښار په بېلابېلو سيمو کې ۱۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د مزار شريف ښار په بېلابېلو سيمو کې ۱۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د ګهبځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولايت امنيې قوماندانۍ ويلي، چې د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په تېرو دریو ورځو کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د خبر له مخې، نیول شویو کسانو کې دوه تنه په ۱۲ حوزه کې د اخلاقي فساد په تور، درې تنه اوومه حوزه کې د عامه نظم د اخلال په تور او ۶ تنه نور اتمه حوزه کې د قمار وهلو په تور نیول شوي دي.
مسوولین وایي، له یادو نیول شویو مظنونینو سره دوه میله تفنګچې، یو موټر سایکل اته سیټه مبایل او یوه اندازه نغدي پیسې هم نیول شوي دي.
د دوی په وينا نوموړي کسان د لا پلټنې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس