معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د طبي انسټیټیوټونو پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړې

د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د طبي انسټیټیوټونو پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د حکومت له‌ خوا د طبي انسټیټیوټونو د تړل کېدو پر پرېکړه سخته خواشینې ښودلې او دا پرېکړه یې غندلې ده.

راشد خان، محمد نبي، رحمان‌الله ګربز او ګلبدین نایب په جلا – جلا پیغامونو کې له افغان حکومته غوښتنه کړې، چې په دې پرېکړې دې بیا غور وکړي.

دوی ویلي، د طبي انسټیټیوټونو بندیدل نه یوازې د زده‌ کوونکو راتلونکی زیانمنوي؛ بلکې د ټولنې لپاره هم سترې ستونزې راولاړولای شي.

یاده پرېکړې په کور دننه او بهر هم پراخ غبرګونونه راوپارولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړې او کار بندیز په دوامداره توګه د بحث موضوع ګرځېدلې او پر حکومت د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره نړیوال فشارونه زیات شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس