معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان سره د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان سره د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا تېره ورځ د امنیت شورا په غونډې کې ویلي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی.
نوموړې ویلي، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو يې خبرې کړې دي.
اوتونبایوا ویلي، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د تعامل د مثبتې لارې د نشتوالي په اړه ډېره اندېښنه لري او که دا همداسې ورو روان وي، نه به د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته او نه به هم د افغانانو ضرورتونو ته ځواب وویل شي.
نوموړې ویلي، د سرپرست حکومت چارواکو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په مانا نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده. هغې د سرپرست حکومت چارواکو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه.
د دې ټولو مسایلو د شتون سربېره نوموړې ټینګار کړی چې له سرپرست حکومت سره باید د خبرو دروازې ونه تړل شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس